د سوسیکس د ژباړې خدماتو له خوا په پښتو ژبه وړیا مرسته، ملاتړ او معلومات
تاسې کولای شئ 234016 01273 شمېرې ته زنګ ووهئ او په انګربزې یا پښتو ژبه لومړی د خپل نوم، تلیفون شمېرې او دا چې فکر کوئ کوم ملاتړ ته اړتیا لرئ په ویلو سره یو پیغام پریږدئ. موږ به بېرته ډېر ژر تاسې ته زنګ ووهو. یا هم کولای شئ پر «زه د ژبې ملاتړ ته له یو شي سره اړتیا لرم» باندې کلیک وکړئ او ارجاعي فورم ډک کړئ
(COMMUNITY INTERPRETERS) د ټولنې ژباړونکي
ستاسې په ټولنیز مراقبت او روغتیايي کتنو کې بې پلوه، دقیق او محرمانه ژباړه وړاندې کولای شي
(VOLUNTEER LINGUISTS) داوطلب ژباړونکي
• تاسې ته کتنې ترتیبوي او له نورو خدماتو سره مو نښلوي
• د لیکونو په لوستلو کې مرسته کوي
• ستاسې په استازیتوب تلیفوني اړیکې نیسي
• د ټولنې له ګروپونو سره لیده کاته کوي
کولای شي له تاسې سره د لاندې تخصصي خدماتو په اړه د معلوماتو په موندلو کې مرسته کوي
• روغتیايي ژوند کول
• د یوه چا پالنه
• له معلول کس سره ژوند کول
• مسکن
• د امتیاز او پور مشوره
• د ټولني خوندیتوب
• د انګریزې ژبې ټولګۍ
• کډوالي او تابعیت
• ټولنیز مراقبت
(BILINGUAL COMMUNITY NAVIGATION) د دوه ژبه ویونکي ټولنې نیویګیشن
Social Prescribing کې د دوه ژبه ویونکي ټولنې نیویګیشن هغه ټولنیز تجویزي خدمات Hove او هاو Brighton په برایټون
دي چې تاسې د ټولنې له خدماتو، موسساتو او ګروپونو سره نښلوي تر څو له تاسې سره مرسته وکړي چې ټولنیز مسایل مو حل او په خپله روغتیا او هوساینه کې ښه والی تر لاسه کړئ
Navigatorsدغه خدمات محرمانه دي او د هغو بشپړ روزل شوو دوه ژبه ویونکو د ټولنې د نیویګیټرانو
له خوا وړاندې کېږي کوم چې زموږ د داوطلب ژباړونکو او د ټولنې د ژباړونکو له ټیم سره له نږدې کار کوي
(TELEPHONE BEFRIENDING) د دوه ژبه ویونکي تلیفوني ملګرتیا
له یوه ملګري سره تلیفوني اړیکه مرسته کوي تر څو ستاسې ګوښه توب او نور ټولنیز سټریسونه در تسکین کړي. موږ کولای شو تاسې له یوه داوطلب تلیفوني ملګري سره اشنا کړو کوم چې ستاسې په ژبه باندې خبرې کوي. تاسې کولای شئ له هغه سره منظمې تلیفوني اړیکې ونیسئ، چټ وکړئ، یو نوی ټولنیز اتصال رامنځته کړئ او خپل فکر مو له ورځنیو ستونزو څخه واړوئ