SIS د عمومي اطلاعاتو د پروسیس مقرراتو (GDPR) څخه پیروي کوي او ستاسې شخصي اطلاعات به وکاروي
- تر څو وکولای شي د SIS خدمات وړاندې کړي (شفاهي ژباړه، ژباړه، ټولنیز تجویز، د دوه ژبه ویونکي مدافع وکیلان، روغتیايي وده او د ټولنې څېړنه)
- تر څو تاسې د SIS غونډو ته راوبولي لکه زموږ AGM یا د خدماتو د کارولو ورځ
- تر څو تاسې د سیمې د ټولنې د غړو نورو غونډو ته را وبولي
- تر څو تاسې ته ژباړل شوي معلومات در ولیږي
- تر څو د سیمې د خدماتو په اړه تاسې ته مشوره درکړي او بېرته د هر ډول سلامشورو د پایلو په اړه تاسې ته رپوټ درکړي
همداشان تاسې کولای شئ چې خپل معلومات ووینئ، اپډیټ یې کړئ یا یې پاک کړئ او تاسې کولای شئ په خپله اصلي ژبه یو پیغام پریږدئ او له SIS نه وغواړئ چې نور له تاسې سره اړیکه ونه نیسي (تلیفون 234016 01273 یا برېښنالیک ben@sussexinterpreting.org.uk)
موږ به ستاسې معلومات په خوندي توګه سره زېرمه کړو. موږ به ستاسې له رضایت پرته ستاسې معلومات درېیمګړې غاړې ته ور نه کړو (مګر دا چې تاسې ته د خدماتو د وړاندې کولو لپاره اړین وي). د لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ زموږ د محرمیت یادښت سره مشوره وکړئ. د محرمیت د یادښت یوه ژباړل شوې ګڼه ستاسې د غوښتنې سره سم د لاسرسي وړ ده.